انصار (سې شنبه، د سنبلې 28مه) ، په هند کې د افغانستان سفارت مسولین وایي، د هند دولت د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو ۱۰۰۰ بورسونه اعلان کړي.
یاد سفارت په اعلامیه کې ویلي چې د هند حکومت د لېسانس او ماسټرۍ کچې دا تحصیلي بورسونه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو لپاره افغان ځوانانو ته اعلان شوي دي.
یاد سفارت زیاتوي چې د دغو بورسونو لپاره نوملیکنه د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۶مې پيل او تر ۲۲مې دوام کوي.
بلخوا، یو شمېر ځوانان وایي، تر دې وړاندې د هند ورکړل شویو بورسونو ته بریالي شوي، خو لا هم هند ته په تلو او د خپلو درسونو په پيلولو نه دي بریالي شوي .
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27082